IQNA

د مقدساتو د سپکاوي د جرم بللو لپاره دې قوانین جوړشي

14:42 - March 30, 2023
د خبر لمبر: 3487113
ایکنا-(تهران) د مصر مفتي په یولړ څرګندونو کې د دینو او مذهبونو او مقدساتو ته دسپکاوي د جرم بللو لپاره د قانون د وضع کولوغوښتنه وکړه.

ایکنا-د المصری الیوم له قوله راپور راکړ،دمصر مفتي شوقی علام په ډنمارک کې د قرآن کریم د بې حرمتئ  او ورته د اور اچولو په غبرګون کې د روژې په مبارکې میاشتې کې  دسرورو ډلو او وګړو له خوا دغه اقدام په سخته محکوم کړ.

هغه په یولړ څرګندونو کې ټينګار وکړ، دغه ډول بې شرمه او سپک جنایتونه او ناوړه استفادې د نفرت د خورونې  او اخلاف  اچونې او دغه راز  له اسلامه د ویرونې سبب کیږي. دغه چاره  د نړیوالې ټولنې  او د هغود درستو اورګانونو او ادارو لاسوهنې  ته ضرورت لري او  له دغو جنجالونو او ناوړه استفادو  او دغه راز له هر هغه څه سره د مقابلې لپاره راپورته کیدا لازمه ده چې  فتنې ته لمن وهي .

دمصر مفتي ټينګار وکړ، چې دغه دوامدار سپکاوي په درستې نړۍ کې د  څه دپاسه یو نیم میلیارډ مسلمانانو د احساساتو له چیلنج سره  مخامخ کول دي . هغه  په دغه ډول ناوړه استفادو   او هغو نورو مودرونو سره د کلکې مقابلې او ارزونې غوښتنه وکړه چې موخه ئې له اختلاف او نفرت پرته  بل څه نه وي او د مختلفو دینونو په پیروکارو او مسلمانانو کې  دنفرت له پراختیا او دکلتورونو  او تمدنونو ترمینځ درز او نفرت اچولو سره مرسته کوي.

شوقي علام همداراز د درستې نړۍ دعمومي سولې دساتلو لپاره مذهبی سمبولونو، پیغمبرانو،دینونو او مقدساتو سپکاوي د جرم  ګڼلو لپاره د یوه نړیوال قانون د صادریدا غوښتنه وکړه.

یوه افراط پالې ډلې وګړو د تیرې جمعې په ورځې په ډنمارک کې د قرآن کریم یوه نسخه سوځولې ده . دغه جنایت د  په نامې سره د ډلې دملاتړ په وسیله ترسره شوی چې بیا په لائیو توګه د فیس بوک له لارې خپور کړی  دی. دغه راز  وئيل کیږي چې د اسلام په ضد ئې شعارونه هم ورکول او دترکیې بیرغ  ته ئې اور هم ورته کړ.

https://iqna.ir/fa/news/4130469/%

captcha